د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم د امریکا د دې اقدام په غبرګون چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې وکړي ازادي راډيو ته وویل، دا کار د افغانستان د سولې بهیر کامیابولی شي.
ښاغلي سلیم وویل، دوی د هر هېواد او یا بنسټ له هڅو چې د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي هرکلی او ملاتړ کوي.
وموړی وايي:
"هر هغه څوک چې له موږ سره د اعتماد جوړونې په برخه کې همکاري کولای شي او یا د سولې لپاره مقدماتي کارونه ترسره کړي، موږ ورنه هرکلی کوو او موږ دا د سولې د پروسې او د بین الافغاني تفاهم لپاره ګټور ګڼو."
دا پهداسې حال کې ده چې د نیویارک ټایمز ورځپانې د راپور له مخې امریکا خپلو لوړو پوړو ډیپلوماټانو ته له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو کولو ویلي دي.
که څه هم نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د چا نوم نهدی اخېستی، خو ویلي یي دي چې څو لوړ پوړو امریکايي او افغان چارواکو د دې خبرې پخلی کړی او په باور يې پهدې کار سره به افغان حکومت او طالبان د خبرو اترو لپاره یو بل ته ښه نېږدې او رسمي خبرې به پیل شي.
ورځپاڼې د امریکا دا ګام د افغانستان د ۱۷کلنې جګړې ختمېدو ته یو روښانه څرک بللی دی.
وسلهوالو طالبانو هم له دې وړاندې امریکا تل د خبرو لوری بللی، خو امریکا په خپله د افغانانو لهخوا د سولې پروسې په پر مخ بیولو ټینګار درلود.
افغان حکومت هم تل دا ویلي چې د افغانستان د سولې پروسه به د افغانانو په مالکیت د افغانانو لهخوا پر مخ وړل کېږي.