دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 167234
بدخشان زیباک ولسوالی باندی طالبانو برید په شاوټمبول شو
د افغانستان په شمال زون کې چارواکې وایی چی د بدخشان ولایت زیباک ولسوالی د تصرف لپاره د طالبانو ډله ایز برید د امنیتی ځواکونو سخت مقاومت وروسته ماته وخوړه.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی دفتر نن دوشنبه، سرطان ۲۵ نیټه د یو خبرپاڼی په خپرولو سره وویل چی طالبان تیره شپه زیباک ولسوالی باندی برید کړی او امنیتی ځواکونو سره نښته کړي چی دا نښته نږدی ۵ ساعته اوږده شوه.
د شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلی دی چی د امنیتی ځواکونو سخت مقاومت وروسته طالبان شاته اړ شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چی په دی نښته کې ۲۵ تنه مسلح طالبان ددی ډلی دوه تاجیکستانی غړیو په شمول وژل شوی او ۲۸ تنه نور د ۸ تنو خارجی غړو په شمول ټپیان شوی دی.
په دی نښته کې همدارنګه امنیتی ځواکونو ۸ تنه سرتیری په شهادت رسیدلی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوی دی.
د معلومات په اساس په دی نښته کې د دشمن اسلحی او مهمات هم امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
اوس مرستندویه ځواکونه سیمی ته رسیدلی او دشمن د سیمی څخه تیښته کړی او وضعیت عالی حالت ته رسیدلی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcipyaz5t1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته