دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 167236
لاریون کوونکو د تخار محکمی او ټاکنو کمیسیون دروازی تړلي
د جنرال دوستم پلویانو د نظام الدین قیصاری د نیول کیدو په وړاندی اعتراض کې، د تخار ولایت دفاتر، ټاکنو کمسیون او همدارنګه محکمی دروازی تړلي دی.
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، لاریون کوونکو خبرداری ورکړی چی ترڅو چی نظام الدین قیصاری؛ د قیصار ولسوالی پولیسو قوماندان او جنرال دوستم خاص نماینده آزاد نه شی او جنرال دوستم هیواد ته بیرته ونه ګرځی، په دی ولایت کې د دولتی اداراتو دروازی به تړلی وی.
په همدی حال کې، خلیل الله اسیر؛ د تخار پولیسو قوماندی ویاند وویل چی د پولیسو قوماندی نه بغیر دولتی ټول اداری په دی ولایت کې د لاریون کوونکو له لوری تړل شوی دی.
هغه زیاته کړه: لاریون کوونکو خپل تحصن خیمی د اداراتو په وړاندی درولي او د دولتی اداراتو بیرته خلاصول زموږ کنترول څخه خارج دی او باید په لوړه سطحه توافق وشی.
دا په داسی حال کې دی چی لاریون کوونکو د قیصاری نیول کیدو په وړاندی بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان او سرپل کې هم د ټاکنو کمیسیون دروازی او ځینی لویی لاری او دوه مرزی ګمرکونه تړلی دی.
 
https://avapress.com/vdcae0n6i49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته