کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لاریون کوونکو د تخار محکمی او ټاکنو کمیسیون دروازی تړلي

25 سرطان 1397 ساعت 14:21

د جنرال دوستم پلویانو د نظام الدین قیصاری د نیول کیدو په وړاندی اعتراض کې، د تخار ولایت دفاتر، ټاکنو کمسیون او همدارنګه محکمی دروازی تړلي دی.


 
د آوا په ګزارش سره، لاریون کوونکو خبرداری ورکړی چی ترڅو چی نظام الدین قیصاری؛ د قیصار ولسوالی پولیسو قوماندان او جنرال دوستم خاص نماینده آزاد نه شی او جنرال دوستم هیواد ته بیرته ونه ګرځی، په دی ولایت کې د دولتی اداراتو دروازی به تړلی وی.
په همدی حال کې، خلیل الله اسیر؛ د تخار پولیسو قوماندی ویاند وویل چی د پولیسو قوماندی نه بغیر دولتی ټول اداری په دی ولایت کې د لاریون کوونکو له لوری تړل شوی دی.
هغه زیاته کړه: لاریون کوونکو خپل تحصن خیمی د اداراتو په وړاندی درولي او د دولتی اداراتو بیرته خلاصول زموږ کنترول څخه خارج دی او باید په لوړه سطحه توافق وشی.
دا په داسی حال کې دی چی لاریون کوونکو د قیصاری نیول کیدو په وړاندی بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان او سرپل کې هم د ټاکنو کمیسیون دروازی او ځینی لویی لاری او دوه مرزی ګمرکونه تړلی دی.
 


د مطلب کود: 167236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167236/لاریون-کوونکو-د-تخار-محکمی-او-ټاکنو-کمیسیون-دروازی-تړلي

آوا
  https://www.avapress.com