کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست امنیه قوماندان: ځاځی باندی برید پاکستانی ملیشه ګانو په مرسته ترسره شوي

25 سرطان 1397 ساعت 19:33

د خوست ولایت امنیه قوماندان اختر محمد نورزوی وایی چی پر ځاځی باندی برید د پاکستانی ملیشو په مرسته ترسره شوی دی.



نوموړی خبریالانو ته وویل چې وسلوالو طالبانو دپاکستاني ملیشو په مرسته د دوشنبې په سهار څلور بجې دځاځي میدان ولسوالۍ اړوند دمندتې په سرحدي سیمه کې دولسي پاڅونوالو پر پوسته او کورونو حمله وکړه، د سیمې اوسیدونکو په ډیر کم وخت کې دجګړې میدان ته ځانونه ورسول او له وسلوالو سره یې جګړه پیل کړه.
ده زیاته کړه د ځاځي میدان پاڅون کونکو مرستې ته امنیتي ځواکونه هم له درنو او سپکو اسلحو سره ځانونه ورسول او پردوښمن یې ځپونکي ګذارونه پیل کړل چې په نتیجه کې دښمن ماته وخوړه او ددوی د وژل شوو (۹) تنو جسدونه دجګړې په میدان کې پاتې شول او ګڼ شمیر نوریې ټپیان شول.
امنیه قوماندان وویل په یاده جګړه کې دری تنه دځاځي میدان ولسي پاڅونوال هم د خاورې او ولس څخه ددفاع په لار کې په شهادت رسیدلي چې ډیر ژر به دحکومت لخوا ددوی فاملینو سره اړینې مرستې ترسره شي.
ښاغلي نورزوی زیاته کړه اوس په سیمه کې وضعیت نورمال حالت کې دی او دممکنه ګواښ په موخه په یاده سیمه کې اضافي امنیتي پرسونل ځای پرځای شوی.
 


د مطلب کود: 167258

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167258/خوست-امنیه-قوماندان-ځاځی-باندی-برید-پاکستانی-ملیشه-ګانو-په-مرسته-ترسره-شوي

آوا
  https://www.avapress.com