دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۴
د مطلب کود : 167260
د ناټو قومندان او اتمر یو لړ مسائلو په اړه سره خبری کړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مامریت قوماندان جنرال جان نیکولسن پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ځانګړي توګه له جنرال نیکلوسن څخه مننه وکړه، چې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې له پاره یې په چمتوالي او تدابیرو چارو کې همکاري وکړه.
نوموړي په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو له غړو هېوادونو څخه قدرداني وکړه، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې یې د مرستو او همکاریو ژمنه تازه او وغځوله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي اتمر همدارنګه له افغان ځواکونو څخه د هوايي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو حمایت مهم و باله او په دې برخه کې د همغږیو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ملي امنیت شورا دفتر له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو د ټاکنو د ملي پروسې له پاره د امنیتي چارو د ټینګښت او د رایه ورکوونکو له پاره د خوندې امنیتي فضا پر رامنځته کیدو هم خبرې وکړې.
ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل، چې افغان لوری به د ناټو په سرمشریزه که د خپلو ژمنو او تعهداتو پر عملي کیدو او د چارو د تعقیب په موخه صادقانه هڅې وکړي.
 
https://avapress.com/vdch-qnzv23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته