د هلمند والي وايي، هغه طالبان په نښه کوي چې د سولې سره مخالفت کوي.
هلمند والي: هغه طالبانو په نښه کوو چی سوله نه منی
25 سرطان 1397 ساعت 19:52
د هلمند والي وايي، هغه طالبان په نښه کوي چې د سولې سره مخالفت کوي.
تورن جنرال محمد یاسین په یوه خبري ناسته کې وویل، په دې وروستیو څو ورځو کې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو ۷ لوړپوړي قوماندانان او د هغو ۹ ملګري وژل شوي دي.
په هلمند ولایت کې چې د کوچني اختر په مناسبت د اوربند پر مهال جګړې کمې شوې وې، په دې وروستیو کې یې بېرته زور اخیستی دی.
بلخوا دولتي مسؤلین وايي، ډېر ژر به په هغو سیمو کې عملیات پیلوي چې په تېرو کلونو کې د حکومتي سرتېرو له لاسه وتلې وې.
د مطلب کود: 167261