دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 167284
جنرال نیکلسون د طالبانو سره د امریکا مستقیم مذاکری آمادګي رد کړه
 
 
په افغانستان کې د ناتو ماموریت د دوشنبه په ورځ د یو بیانیه په لړ کې د طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو او مستقیم مذاکری آمادګی رد کړه.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مخکې ریپورت ورکړل شوی وو چی جان نیکلسون؛ امریکایی جنرال په کندهار کې د افغان چارواکو سره خبرو اترو کې د طالبانو سره د امریکا خبرو اترو په اړه خبره کړی وو.
خو جنرال نیکلسون په یو بیانیه کې ویلی دی چی اظهارات یی غلط تعبیر شوی او یواځی د مایک پمپئو د امریکا خارجه وزیر خبری منعکس کړی دی چی د جون په میاشت کې ویلی وو چی امریکا د سولې په برخه کې مشارکت او تسهیل او ملاتړ لپاره آماده دی.
جنرال نیکلسون په خپل بیانیه کې ویلی چی امریکا د افغانستان خلګو یا دولت ځایناسته نه شی کیدلای.
په دی حال کې، مارتین اودانل؛ د ناتو ویاند په افغانستان کې وویل چی امریکا د سولې مخته وړلو ټولو لورو څیړلو په حال کې دی او زیاته کړه: خو دا هغه پروسی دی چی د افغانستان هدایاتو په اساس مخته ځی.
نیویارک تایمز د یکشنبه په ورځ ریپورت ورکړی وو چی دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر امریکایی ارشد دیپلماتانو ته ویلی چی د طالبانو سره مستقیم مذاکری په هڅه کې وی.
د آمریکا خارجه چارو وزیر څو ورځې مخکې یو بیانیه کی ویلی وو چی هیڅ مخکنۍ شرط د مذاکراتو لپاره شتون نه لری او ټوله څه د امریکایی ځواکونو او ناتو حضور په اړه به وی.
 
https://avapress.com/vdcdj50foyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته