دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 167287
جنرال دوستم په راتلونکو ورځو کې به هیواد ته وګرځی
اسلامی ملی جنبش ګوند یو ارشد غړۍ وایی چی د جنرال دوستم؛ ریاست جمهوری لومړۍ معاون هیواد ته بیرته ګرځیدو په وړاندی سیاسی خنډونه برطرف شوي او هغه به په راتلونکی اونۍ کې هیواد ته راشی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، کنشکا ترکستانی؛ اسلامی ملی جنبش ګوند ځوانانو کمیته مشر ( دوشنبه ۲۵ سرطان ) د ښاغلی دوستم پلویانو اعتراضی غونډه کې په کابل کې افغانستان ته د ریاست جمهوری لومړۍ معاون بیرته ګرځیدو په اړه خبر ورکړ.
هغه که څه هم دقیقه نیټه ونه ښوده؛ خو وویل چی جاری اونۍ کی به هغه هیواد ته بیرته وګرځی.
هغه وویل چی د ښاغلی دوستم بیرته ګرځیدو په وړاندی هیڅ ډول قانونی خنډ شتون نه لری؛ خو ځینی ډلې هغه په وړاندی سیاسی منظر څخه خنډ رامنځته کوله چی اوس دا خنډونه هم له منځه تللي.
د ښاغلی ترکستانی په وینا، هغه کسان چی د جنرال دوستم بیرته ګرځیدو مخالف وو اوس دا نتیجه ته رسیدلی چی ښاغلی دوستم حضور په هیواد کې نه یواځی چی کوم مشکل هغوی ته نه رامنځته کوی بلکه د دولت تحکیم کې به موثره وی او د دولت او خلګو بیرته نږدی کیدو لامل ګرځی.
د جنرال دوستم بیرته ګرځیدو مساله په داسی حال کې جدی کیږی چی د دوه اونۍ راهیسی پلویان یی د نظام الدین قیصاری نیول کیدو په وړاندی پراخ لاریون باندی لاس پوری کړي او هغه آزادیدو او ښاغلی دوستم بیرته ګرځیدو و هیواد ته غوښتونکې دی.
 
https://avapress.com/vdcg7u9quak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته