دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 167328
جنوبي کوریا کې د پوځي چورلکې لوېدلو له امله ۵ تنه وژل شوي
د جنوبي کوریا سمندري ځواکونو ویلي، د دوی اړوند یوه پوځي چورلکه د ازمايښتي پرواز پر مهال لوېدلې چې پنځه تنه پکې وژل شوي او یو بل تن پکې ژوبل شوی دی.


پېښه نن ددې هیواد په جنوب ختیځ پوهانګ ښار کې رامنځ ته شوې ده.

دې ځواکونو زیاته کړې، چورلکه د لس مترو له لوړوالې څخه د سمندري ځواکونو په یوه مرکزي اډه کې رالوېدلې او د پيښي ځای کې يې له امله اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده.

په دې پوځي اډه کې د امریکا او جنوبي کوریا ځواکونه کلني تمرينات ترسره کوي.

ویل شوي چې د پيښې د څېړلو لپاره به یوه کمېټه وټاکل شي، تر څو د چورلکې د لوېدلو لامل وڅېړي.
https://avapress.com/vdccimqs42bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته