دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 167330
کندهار ولایت کې ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوی
راپورونه وایی، د کندهار کې د افغان امنیتی پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني په دی اړه رسنیو ته وایی، په دغه نښته
 کې له دواړو لورو ۳۶ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دوی وایی، دغه نښته پرون شپه د دغه ولایت د سپین بولدک او ارغستان ولسوالیو تر منځ د لکړۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې.

سرچینی وایی، جګړه هغه مهال ونښته، چې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې وسله والو طالبانو د لکړۍ په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.
دوی وایی، چې د طالبانو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي، خو د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې بیا ۲۵ طالبان وژل شوي دي.
هغوی زیاتیوی، چې ددغه جګړه کې ۲۵ تنه وسله والو طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دی اړه ویلی، دد غه جګړې کی ، ۴ امنیتي پوستې یې سقوط کړې.
https://avapress.com/vdcfmedyxw6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته