کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې داعش دوه جګپوړي غړي نیول شوي

27 سرطان 1397 ساعت 9:36

په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې، د داعش خراسان څانګې، دوه جګپوړي غړي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.



د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په نیول شویو کې د مومند درې لپاره د تش په نامه د داعشیانو ولسوال حاجي روح الله مشهور په خاموش شامل دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعشیانو د جلب او جذب مسئول هجرت الله هم نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه کسان د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالی کې نیول شوی او یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري.
 


د مطلب کود: 167332

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167332/ننګرهار-کې-داعش-دوه-جګپوړي-غړي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com