کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل په ولایت کې د داعش له لوری ۱۵ تنه طالبان وژل شوي

27 سرطان 1397 ساعت 10:38

د هیواد په شمال کې چارواکې خبر ورکوی چی ۱۵ تنه طالب وسله وال د داعش ډلې له لوری وژل شوی دی.


 
د آوا په ګزارش سره، په دی برید کې چی تیره ورځ سرطان په ۲۶ نیټه د غرمی مخکې د سرپل ولایت صیاد ولسوالی کې د طالبانو نومول شوی ولسوال ورور جنازه مراسمو کې ترسره شو، ۱۵ تنه طالبان ووژل شو.
د داعش دوه تنه نفوذی کسان طالبانو کسان یی د صیاد ولسوالی لپاره طالبانو نومول شوی ولسوالی قاری شیرمحمد غضنفر میلمستون کې له منځه وړي او ۱۵ تنه طالبان د نور محمد د غضنفر ورور په ګډون ووژل او ۵ تنه نور ټپیان کړی دی.
په همدی حال کې، محمد حنیف رضایی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند وایی چی یو انتحاری کس داعش پوری اړوند، د طالبانو ډلې مشهر قوماندان ورور جنازه مراسم تر برید لاندی راوړی دی.
د هغه په وینا انتحاری برید د طالبانو ۱۵ تنه وژلي چی د محمد غضنفر یو ورور هم شامل وو.
دا په دداسی حال کې دی چی د یو اونۍ راهیسی د درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ سخت جنګ روان دی او طالب په زرهاوو جنګیدونکې د داعش غړۍ د سر دره په سیمه کې محاصره کړي دی.
 


د مطلب کود: 167337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167337/د-سرپل-په-ولایت-کې-داعش-له-لوری-۱۵-تنه-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com