دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 167337
د سرپل په ولایت کې د داعش له لوری ۱۵ تنه طالبان وژل شوي
د هیواد په شمال کې چارواکې خبر ورکوی چی ۱۵ تنه طالب وسله وال د داعش ډلې له لوری وژل شوی دی.
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په دی برید کې چی تیره ورځ سرطان په ۲۶ نیټه د غرمی مخکې د سرپل ولایت صیاد ولسوالی کې د طالبانو نومول شوی ولسوال ورور جنازه مراسمو کې ترسره شو، ۱۵ تنه طالبان ووژل شو.
د داعش دوه تنه نفوذی کسان طالبانو کسان یی د صیاد ولسوالی لپاره طالبانو نومول شوی ولسوالی قاری شیرمحمد غضنفر میلمستون کې له منځه وړي او ۱۵ تنه طالبان د نور محمد د غضنفر ورور په ګډون ووژل او ۵ تنه نور ټپیان کړی دی.
په همدی حال کې، محمد حنیف رضایی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند وایی چی یو انتحاری کس داعش پوری اړوند، د طالبانو ډلې مشهر قوماندان ورور جنازه مراسم تر برید لاندی راوړی دی.
د هغه په وینا انتحاری برید د طالبانو ۱۵ تنه وژلي چی د محمد غضنفر یو ورور هم شامل وو.
دا په دداسی حال کې دی چی د یو اونۍ راهیسی د درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ سخت جنګ روان دی او طالب په زرهاوو جنګیدونکې د داعش غړۍ د سر دره په سیمه کې محاصره کړي دی.
 
https://avapress.com/vdcc1mqsm2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته