دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 167339
د ولسمشر ارشد مشاور همایون قیومی د مالیه وزیر په حیث معرفی شو
ارګ ماڼۍ ویلی دی چی ولسمشر غنی داکتر محمد همایون قیومی د مالیه وزیر په حیث ټاکې دی دی.
 
د هشدار په ګزارش سره، همایون قیومی د ولسمشر ارشد مشاور او همدارنګه ملی وحدت حکومت کې د جنجالی څېرو څخه دی. ډیر جنجالونه چی ارګ ماڼۍ او سپینه ماڼۍ ترمنځ په دی څو کلونو کې رامنځته شوي، دا ناپیژانده څېره پوری ختمیږی.
هغه تورن دی چی د سرچینو ټولونې اصلی مدیریت کنترول او مدیریت کړي او په داسی حال کې چی د ولسمشر غنی مشاور پاته شوي، خو ډیر سکتوری وزارتونه مدیریت کړی دی.
علی احمد عثمانی د انرژی او اوبو پخوانۍ وزیر چی مخکې د ولسمشر له لوی برکناره شو، دا مشاور په فساد او کابینه وزیرانو په کار کې مداخلت باندی تورن کړ.
ښاغلی عثمانی ویلی وو چی هغه وزیرانو ته اجازه نه ورکوی چی خپل کارونه منظم مخته یوسی؟
اوس ځینی سرچینی په ارګ ماڼۍ کې وایی چی ولسمشر غنی خپل دا باوری شخص د مالیه وزیر په حیث ټاکلی دی.
د مالیه وزارت د افغانستان حکومت کلیدی وزارتونو څخه دی چی مخکې له ددی د اکلیل حکیمی له لوری مدیریت کیده. ښاغلی حکیمی دوه اونۍ مخکې ددی وزارت څخه استعفا ورکړ او امریکا ته لاړ.
که څه هم ولسمشر ښاغلی حکیمی خپل مشاور په حیث ټاکلي خو ډیر مخکنۍ وزیران هغه په پراخ فساد د مخابراتی لس سلنې مالیانو په برخه کې تورنوی.
ریاست جمهوری ماڼۍ ویلی دی چی ښاغلی قیومی ډیر ژیر به د اعتمار رای ترلاسه کولو لپاره مجلس ته به معرفی شی.
 
https://avapress.com/vdcexf8zojh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته