دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 167345
هلمند والی: ولسمشر په امر طالبانو باندی بریدونه ډیر شوي
د هلمند والي وايي، د ولسمشر په امر يې د طالبانو پر زندانونو او مشرانو بریدونه ډېر کړي دي.

تورن جنرال محمد یاسین دقیق وروسته تر هغې دغه خبرې کوي چې د افغان کوماندو ځواکونو له‎خوا د سې شنبې په شپه پر یوه زندان د چاپې پر مهال ۸۴ اتیا بندیان راخوشې شول.
تردې وړاندې هم د هلمند د کجکي ولسوالۍ اړوند له یوه زندانه تر سلو ډېر کسان چې څو تنه په‎کې ښځې هم وې، د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال راخوشې شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcbazb8srhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته