دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 167347
لوی اختر کې د افغانستان حکومت بیا اوربند احتمال
افغانستان حکومت غواړي په لوی اختر کې د وسله والو طالبانو په وړاندې دوهم اوربند عملي کړي.

د افغانستان اجراییه ریاست په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په هدف اوربند هغه انتخاب بولي چې د حکومت مشران پرې په د راتلونکې لوی اختر لپاره غور کوي.
د اجراییه ریاست ویاند امید میثم په دې اړه ویلي چی د ملي یو والي حکومت هڅه کوي چې په نژدې راتلونکې د بل اوربند په عملي کولو د سولې لپاره خپل نیت په ډاګه کړي.

ښاغلي میثم دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې وکړې چې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند محمد هارون چخانسوري له خولې وویل افغان حکومت غواړي چې په لوی اختر کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.

ورځپاڼې د ښاغلي چخانسوري له خولې زیاته کړې، حکومت هیله مند دی چې وسلوال طالبان هم دې اوربند ته مثبت ځواب ووايي. نوموړې همدارنګه هیله څرګنده کړې چې دا اوربند یو دومدارې سولې ته لاره پرانیزي.
د تیر کوچني اختر په مناسبت افغان حکومت د جون له ۱۲ نیټې د جون تر دیرشمې نیټې پورې اوربند عملي کړ. خو وسلوالو طالبانو یوازې د اختر په درې ورځو کې اوربند عملي کړ.

د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې په لوی اختر کې د افغان حکومت له خوا د اوربند اعلان د طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو د پیل د هڅو برخه ده.
د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي دوی، د دویم اوربند احتمالي اعلان ته هیله من دي.
 
https://avapress.com/vdcdo50f5yt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته