کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې دفاع وزارت یو جګپوړي افسر ترور شو

27 سرطان 1397 ساعت 14:56

په پلازمېنه کابل ښار کې د د دفاع وزارت یوه جګپوړي افسر د ناڅرګندو وسله والو برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.



د راپورونو له مخې پيښه نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کمپني سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دفاع وزارت یوه سرچینه تائید کړه چې د ملي پوخ اړوند په جګپوړي افسر د ناڅرګندو وسله والو برید په ترڅ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د پوځ دغه افسر حمید نومیده او د ملي اردو په یوه روغتون کې یې دنده ترسره کوله.
بلخوا په افغانستان کې وسله والو طالبان ادعا کوي چې د پوځ دغه افسر د وسله والو طالبانو برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي ”نن سهار د کابل ښار کمپنۍ سیمه کې د کابل ادارې یو لوړ پوړی افسر ډګروال حمید د مجاهدینو په برید کې ووژل شو. “
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د یکشنبې په ورځ هم د کابل ښار د اوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د مقناطیسي ماین چاودنه د کابل ښار د پنځمې امنیتې حوزې امر ټپي کړی و.
 


د مطلب کود: 167353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167353/کابل-کې-دفاع-وزارت-یو-جګپوړي-افسر-ترور-شو

آوا
  https://www.avapress.com