دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 167354
حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر سرحدی پولیسو او زابل او پکتیا ولایتونو امنیه قوماندانان ټاکل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر سرحدي پولیسو او د زابل او پکتیا ولایتونو امنیه قوماندانیو لپاره نوي قوماندانان ټاکل شوي دي.

د چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مل پاسوال راز محمد مندوزي د نیک بدالدین زوی او د ۸۰۸ ساحوي زون پولیسو قوماندان د پکتیا ولایت امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې سمونوال محمد مصطفی مایار د ۳۰۳ سپین غړ زون د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې عمومي مدیر د زابل ولایت نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د پکتیا ولایت پخواني امنیه قوماندان سید ګل اقا روحاني د کابل د حامد کرزي هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په دوو ولایتونو او همداشان په حامد کرزي هوایي ډګر د سرحدي پولیسو په قوماندانیو کې نوي بدلونونه د چارو وزارت په وړاندېز او د ولسمشری ماڼي په منظوري راوستل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbszb8arhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته