دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 167355
پکتیا کې د کالدارو چلښت په وړاندی کمپاین پیل
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، په دغه ولايت کې یې د افغانيو د چلښت او د پاکستانۍ کالدارو د مخنيوي په موخه منظم کمپاین روان دی.

نصیر عالمیار په دی اړه وایی چې دغه کمپاین سبب شوی چې په دې ولایت کې اتیا سلنه د کالدارو د چلښت مخه ونیول شي.
د ښاغلي علمیار په وینا د کالدارو د چلښت په مخنیوي سره به اقتصادي ثبات تامین شي.
نوموړي وویل په دغه کمپاین کې سوداګر او دولتي چارواکي ګډون لري او ترهغه به دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د کالدارو چلښت مخنیوی وشي.
 
https://avapress.com/vdccpmqsp2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته