دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۸
د مطلب کود : 167381
ولسمشر غنی: طالبان د سولې په منلو سره دی ولسمشریز ټاکنو کې ګډون وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، يو ځل بیا پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او له دغې ډلې یې وغوښتل چې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ولس سولې ته د رسېدو لپاره خپله اراده او تګلاره لري او خپل برخلیک پخپله ټاکي.
ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ»۱۳۹۷کال چنګاښ۲۷» په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او انسجام مشترک بورډ غونډې ته وویل چې افغانان به پخپلې کلکې ارادې سره له روان ناورین نه ځان وباسي او د روښانه راتلونکي په لور به ګام اخلي.
د نوموړي په خبره، د سولې ټینګښت او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د طالبانو په ګډون ټولو افغانانو ته يو ښه فرصت دی چې د قانون په رڼا کې ترې ګټه واخلي.
ښاغلي غني زیاته کړه د دې پرځای چې له انتخاباتو وروسته سوله وکړو ښه ده چې دغه کار له انتخاباتو وړاندې وشي.

نوموړي زیاته کړه:
"پخوا افغانانو له نورو غوښتل چې دوی ته سوله راوړي، خو موږ نن د سولې لپاره خپله تګلاره، خپله اراده، خپل پلان او خپل ملي ابتکار لرو، موږ د خپل راتلونکي مالکیت پخپل لاس کې اخېستی دی او دا د دې لپاره چې غواړو اساسي قانون چې د لوبې بنسټيزه قاعده ده پلې کړو."
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سولې ته د رسېدو لپاره د ډاډ فضا او د زغم او منلو فرهنګ ته اړتیا ده او دغه بهیر باید په هر اړخیز او اساسي توګه پرمخ لاړ شي.
ښاغلي غني په بېلا بېلو برخو کې شویو پرمختګونو ته په اشارې وویل چې نوی افغانستان له ستونزو سره سره د بدلون او سمون په لور روان دی.
نوموړي وویل چې مسؤلیتونه او چارې باید له افرادو نه بنسټونو ته انتقال شي څو متوازن انکشاف او د اعتماد فضا ته زمینه مساعده شي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامچې ياماماتو چې په دغه غونده کې یې ګډون درلود وویل چې له ستونزو سره سره په افغانستان د سولې ټینګښت،رڼو ټاکنو ترسره کېدو او اقتصادي پرمختګ ته ښې زمینې مساعدې دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې د ژنیو په ناسته کې به د افغانستان د سولې د بهیر په اړه لا ډېر معلومات نړیوالو ته وړاندې کړي.
https://avapress.com/vdcbwzb88rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته