دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 167396
په کونړ ولایت کې داعشیانو ماین پاکوونکې تښتولي
په ختېځ کونړ ولایت کې چارواکي وایي د اسلامي دولت نومې یا د داعش پلویانو د ماین پاکی یوې ادارې کارکوونکي تښتولي دي.

د کونړ والي ویاند غني مصمم تائید کړه چې داعشیانو پرون د ماین پاکی یوې ادارې ۱۲ کارکوونکي تښتولي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې د اریا په نوم د ماین پاکې ادارې دغه ماین پاکان د پیچ درې ولسوالی له مربوطاتو څخه تښتول شوي دي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګدون د ودلت ضد وسله والې اوترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کونړ  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ ولایت په ځینو ناامنو ولسوالیو کې د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو وسله والو پر خلاف پوځي عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
 
https://avapress.com/vdchwqnz-23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته