دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 167399
حکمتیار: اسلامې ګوند ائتلافونه ناکام بولي
ګلبدین حکمتیار، د طالبانو او امریکا خبرو په ځای بین الافغاني خبرو ته ترجیح ورکړي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار پرون په یوه خبري غونډه کې وویل،  طالبان له سولې پرته بله لار نه لري ځکه هغه کسان چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي له ماتې سره مخامخېږي.
دویی زیاټه کړه، چې په افغان حکومت کې دننه هم ځینې کسان له سولې بېرېږي ځکه چې ګومان کوي چې د سولې په صورت کې به ماڼۍ له لاسه ورکړي.
حکمتیار له افغان مشرانو سره خپلې وروستۍ غونډې ته څرګندوی، اسلامي حزب ائتلافونه ناکام بولي.
حکمتیار زیاته کړه، چې د ملي یووالي د افغان حکومت د ړنګېدو او د نوي حکومت د جوړېدو مخالف دی.
دوی وایی، چې ځینې د موقت حکومت غوښتونکي دي او هغه هم د یوې یا دوو میاشتو لپاره نه بلکې د ۳ کلونو لپاره د موقت حکومت د جوړېدو هلې ځلې کوي.
حکمتیار وویل، چې ځینې منفور کسان د سیاسي ګوندونو له هویته قومي نفاق ته لمن وهي او د الیکترونیکي تذکرو مخالفت کوي.
https://avapress.com/vdcao0n6o49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته