د افغان پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې د یاد قول اردو جزوتامونو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د زاو پوستې او نیک نام پل په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښتو کې ۲۷ تنه وسله وال ترهګر وژلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ وسله وال مخالفین ټپیان هم شوي دي خو د امنیتي ځواکونو تلفات په اړه څه نه دي ویل شوي.
په همدې حال کې تندر قول اردو وایي د دې ترڅنګ د تندر قول اردو منسوبینو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د کوټه سنګي په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په یوه نښته کې ۳ تنه وسله والو ترهګر وژلي او دوه تنه نور ژوبل کړي دي.
همداراز تندر قول اردو وایي د لومړۍ پلې لوا د اتم کنډک منسوبینو د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ د سټو کنډو په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره نښته کړې، ۳ تنه وسله وال ترهګر یې وژلي دي.
بلخوا د تندر قول اردو د دریمې پلې لوا منسوبینو د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو ترهګرو سره په نښتو کې ۴ تنه وسله مخالفین وژلي او ۳ تنه نور ژوبل کړيدي او یوه د ایکم مخابره د نوموړي پرسونل لاسته ورغلې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د تندر قول رادو ماین پاکوونکو ټیمونو لخوا د پکتیکا ولایت اړوند سیمو کې ۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل شويدي.