دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 167404
د جاغوری له لاری څخه ۱۹ تنه تښتول شوي مسافران آزاد شو
د غزنی ولایتی شورا خبر ورکوی چی هغه مسافران چی مخکې د جاغوری-شهر لاری نه د قره باغ په سیمه کې تښتول شوی وو، آزاد شو.

 
حسن رضا یوسفی؛ د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ، نن پنجشنبه د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: ۱۹ تنه مسافران د جاغوری ولسوالی څخه دی او مخکې د د قره باغ په سیمه کې د مسلح کسانو له لوری تښتول شوی وو د جاغوری سپین ږیرو او زابل افغان خاوری سیمی  مشرانو په منځګړیتوب سره د تښتوونکو څخه آزاد شوی دی.
یوسفی د دولت نه توجه څخه په دی برخه کې او همدارنګه د جاغوری لاری امنیتی پوستو نه اکمال څخه نیوکه وکړه او وویل: متاسفانه چی دولت او غزنی سیمه ایز چارواکې ددی کسانو دد آزادیدو لپاره هیڅ هڅه نه دی کړی او همدارنګه هغه پوستې چی د قره باغ په دشت کې د جاغوری خلګو امنیت د ساتلو لپاره جوړ شوی دی، د اکمال نه درلودلو او دولت نه توجه له امله ډیر یی سقوط کړی دی او اوس یواځی د ملی پولیسو دوه پوستې د قره باغ په سیمه کې شتون لری. د همدی لپاره د جاغوری لاری مسافران څو ورځې مخکې د قره باغ دشت څخه د مسلح کسانو له لوری تښتول شوی وو.
د غزنی ولایتی شورا دا غړۍ خبرداری ورکړ چی که د جاغوری لاری پوستې او غزنی ولسوالیو ټولې لاری ډیر نه شی او اکمال نه شی، بیا به هم مسافران د مسلح کسانو له لوری وتښتول شی.
 
https://avapress.com/vdchvqnzk23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته