دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 167405
په فراه کې طالبانو ۲۲ تنه غړۍ وژل شوی او ټپیان شوی دی
په فراه کې امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی ددی ولایت بالابلوک ولسوالی دارستان کلۍ کې ۲۲ تنه طالبان وژل شوی او ټپیان شوی دی.
 
محب الله محب؛ د فراه پولیسو قوماندانی ویاند و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی تیره شپه نږدی ۱۱:۳۰ بجی، طالبان د دارستان په کلۍ کې د نظام عامه پر پوستو باندی د برید قصد درلود چی د هوایی قواوو تر برید لاندی راغلل.
هغه وویل چی ددی وایی برید په ترڅ کې، ۹ تنه د هغوی څخه وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه یو هاموی موتر چی مخکې طالبانو په لاس لویدلی وو، له منځه یوړل شو. د طالبانو یو هاموی موتر هم د سرتیرو لاس ته لویدلی دی.
په دی نښتو کې د نظم عامه دوه تنه سرتیری په سطحی توګه ټپیان شوی دی.
 
 
 
https://avapress.com/vdciuyazwt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته