دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 167406
اجرایی ریاست د کماندو ځواکونو څخه سیاسی ګټه اخیستنې په وړاندی خبرداري ورکړي
اجرایی ریاست د کماندو ځواکونو څخه سیاسی ګټه اخیستنې په وړاندی غبرګون ښودلی او ویلی دی چی دا ځواکونه باید سیاسی ګټه ځینی ونه اخیستل شی.
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، امید میثم؛ د اجرایی رییس ویاند معاون ویلی دی چی د کماندو ځواکونو او نورو دفاعی او امنیتی ځواکونو څخه سیاسی ګټه اخیستنه د ملی روحیه خلاف او ددی نتیجه به خطرناکه وی.
اجرایی رییس ویاند معاون وویل: د امنیتی او ددفاعی ځواکونو څخه هر ډول ګټه اخیستنه د شخصی او سیاسی ګټو په لړ کې کولای شی یو ډیر خطرناک نتیجه ولری او دا د هیواد قانون برخلاف دی.
مخکې له دی د نظام الدین پلویان ویلی وو چی که حکومت د کماندو ځواکونو څخه په ګټه اخیستنې سره ښاغلی قیصاری او د هغه کسان نیولی دی او کابل ته لیږدولی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د ملی دفاع وزارت د کماندو ځواکونو څخه سیاسی ګټه اخیستنه نه قبلوی.
محمد رادمنش؛ د ملی دفاع وزارت ویاند دفتر سرپرست ویلی دی چی د کماندو ځواکونو څخه سیاسی ګټه نه دی پورته شوی؛ بلکه هغه تصویرونو کې چی اخیستل شوی دی، کماندو ځواکونو هیڅ ګډون نه درلود.
له بل لوری دداسی تصویرونو خپریدنه چی د ښاغلی قیصاری ځواکونو زورونې د کماندو او ملی امنیت سرتیرو له لوری په کې کیږی، د لاریون کوونکو او قیصاری پلویانو خشم او غوصه دوه برابره کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjyaevmuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته