کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان پنځلس کلنو فوټبال ټیم ازبکستان ته روانه شوه

28 سرطان 1397 ساعت 18:53

د افغانستان د پنځلس کلنو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال په اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه نن د پنجشبنې په ورځ ازبکستان ته روانه شوه.



د افغانستان فوټبال فډراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پنځلس کلونو ملي لوبډله تېر کال د مرکزي اسیا په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان فوټبال درې نړیوال لوبڅاران رضا محمدي، حلیم اقا شیرزاد، او محمد شریف د مرکزي په سیالیو کې د هېواد د پنځلس کلونو ملي لوبډلې ملتیا کوي.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون په وینا، د مرکزي اسیا پنځلس کلنو سیالي د جولای میاشتې له ۲۲ مې نیټې څخه د ازبکستان په تاشکند ښار کې پیلیږي.
په دغو سیالیو کې به د مرکزي اسیا هېوادونو د پنځلس کلونو لوبډلې د جولای له ۲۲ تر ۳۰ نېټې پورې په تاشکند کې له یوه بل سره سیاليوکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړندې د هېواد د شپاړس کلنو فوټبال لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې دوهم مقام ګټلی و.
 


د مطلب کود: 167420

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167420/افغانستان-پنځلس-کلنو-فوټبال-ټیم-ازبکستان-ته-روانه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com