دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 167432
هرات کې پنځه تنه نشه یی توکو قاچاق کوونکې نیول شوي
په هرات ولایت کې پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایی چې د هرات او فراه ولایتونو دوه اوسېدونکي چې له څه مودې راهيسې يې په هرات ښار کې نشه يي مواد خرڅول، د دوشنبې په ورځ له ۳۲ کیلوګرامو چرسو سره ونیول شول.
په دوو نورو پېښو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو درې نور کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې نشه يي مواد د پرچون په ډول په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې خرڅ کړي، دغه ډول له دوی سره په مجموع کې ۳۲ کیلو ګرامه چرس او هیروئين هم نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcipyazrt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته