کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې پنځه تنه نشه یی توکو قاچاق کوونکې نیول شوي

29 سرطان 1397 ساعت 8:44

په هرات ولایت کې پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.



د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایی چې د هرات او فراه ولایتونو دوه اوسېدونکي چې له څه مودې راهيسې يې په هرات ښار کې نشه يي مواد خرڅول، د دوشنبې په ورځ له ۳۲ کیلوګرامو چرسو سره ونیول شول.
په دوو نورو پېښو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو درې نور کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې نشه يي مواد د پرچون په ډول په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې خرڅ کړي، دغه ډول له دوی سره په مجموع کې ۳۲ کیلو ګرامه چرس او هیروئين هم نیول شوي دي.


د مطلب کود: 167432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167432/هرات-کې-پنځه-تنه-نشه-یی-توکو-قاچاق-کوونکې-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com