دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 167435
د ایران برشنا مشکل سیاسی نه ده
د هیواد برشنا عمومی رئیس وایی چی د ایران وارداتی برشنا مشکل سیاسی نه دی، تخنیکی دی او تر ۱۰ نورو ورځو پوری حل کیږی.

 
د ایران اسلامی جکهوریت څخه هرات ته وارداتی برشنا قطع کیدل ددی سبب شوی ترڅو د هیواد برشنا عمومی رئیس او خارجه وزارت سیاسی چارو معاون دی دا ولایت ته وغوښتل شی.
امان الله غالب، د هیواد برشنا اداره رئیس د ایران برشنا قطع کیدو څیړلو لپاره هرات ته سفر کړی ایی چی په ایران کې شته مشکلاتو ته په کتو سره، ددی هیواد چارواکو وعده کړي ترڅو افغانستان ته برشنا ورکړی.
هغه وویل چی قرار دی یو هیات د افغانستان څخه و مشهد ته د برشنا نه شتون لپاره خبری وکړی.
غالب وایی چی ایران کړي ترڅو ۳۰ میګاوات برشنا افغانستان ته ورکړی خو هغوی هڅه کوی ترڅو دا مقدار و ۵۰ میګاواتو ته ورسوی.
د برشنا عمومی رئیس خلګ و صبر ته وغوښت او وعده ورکړه چی د برشنا مشکل تر ۱۰ ورځو پوری به حل شی.
هغه همدارنګه ټینګار کړي چی دا مشکل سیاسی نه دی، بلکه تخنیکی دی.
ددی ترڅنګ غالب د هرات سیمه ایز اداری څخه وغوښت ترڅو نصب شوی توربینونه د سلما په بند کې ترمیم کړی.
د دوو اونیو څخه ډیر وخت کیږی چی د ایران وارداتی برشنا قطع شوي او دا کار د ډیرو مشکلاتو لامل شوی.
 
https://avapress.com/vdcbfzb8srhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته