دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 167436
په غزنی کې د طالبانو بریدونو کمیدنه؛ نوی تاکتیک یا د امنیتی ځواکونو هوایی بریدونو ډیریدنه
په غزنی کې امنیتی چارواکې په دی ولایت کی د طالبانو د بریدونو کمیدو څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، رممضان محسنی؛ د غزنی پولیسو قوماندانی امنیت آمر د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په ټلیفونی اړیکه کې نن پنجشنبه د سرطان ۲۸ نیټه وویل: د دوو درو ورځو راهیسی د غزنی مرکز او ولسوالیو امنیتی پوستو باندی طالبان کوم جدی برید نه دی کړی او د طالبانو بریدونه کم شوي.
محسنی وویل: د طالبانو څو کلیدی کسانو له منځه تلنه او د افغان امنیتی ځواکونو بریدونو ډیریدونه ددی لامل شوی چی د غزنی مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه کم شی.
په همدی حال کې، علی اکبر قاسمی؛ د غزنی خلګو نماینده په پارلمان کې د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل، د طالبانو بریدونو کمیدنه ددی ډلې کمزوری کیدنه نه بلکه ددی ډلې نوی نقشه بولی.
د هغه په وینا، طالبان اوس په غزنی کې ډیر فعال او پیاوړۍ دی او ددی ولایت ډیری برخی په کنترول کې لری او په غزنی کې کوم خاص نظامی عملیات دوام نه لری.
 
https://avapress.com/vdcc1mqse2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته