دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 167437
ننګرهار کې د یو خونړۍ برید مخه نیول شوي
په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د غني خیلو ولسوالی په مربوطاتو کې یې د یوه خونړی موټر بم برید مخه نیولې ده.

د ننګرهار ولایت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مومندرې ولسوالۍ په ۲۷مې ویالې سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې ویکسار ډوله موټر چې په کې د موټر بم چاودنې په موخه چاودیدونکې توکي ځای پر ځای شوي وو، کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د مالوماتو له مخې تروریستي ډلو غوښتل،چې د ځانمرګي بریدګر په وسیله د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې موټر بم چاودنه ترسره کړي،چې د کشفي او امنیتي ځواکونو له لورې یې له وړاندې مخنیوی وشو.
د ولایت مقام به وینا، د یاد موټر بم د نیولو او لمنځه وړلو له امله د چنګاښ په ۲۷مه د غرمې دولس بجو څخه تر ماسپښین دوو بجو پورې د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره هم تړل شوې وه .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcds50f5yt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته