د کندهار په سپین بولدک ولسوالی کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه نښتې وسله والو او افغان سرحدي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ډیورند ته څېرمه وسله والو او افغان سرحدی ځواکونو نښته
29 سرطان 1397 ساعت 13:30
د کندهار په سپین بولدک ولسوالی کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه نښتې وسله والو او افغان سرحدي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار ولایت مقام پرون پنجنشبه په یوه بیان کې ویلي چې پیښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې او په ترڅ کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د ولایت مقام په وینا، د نښتې په ترڅ کې د سرحدي پولیسو ۲ سرتېري هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د سرو څاګانو په سیمه کي د شپې د لسو بجو په شاوخواکي دښمن د سرحدي پولیسو په پوسته باندي جګړه پیل کړې چي دې جګړې د شپې تر څلورو بجو دوام وکړی ، د دښمن دغه حمله د زړورو سرحد ساتونکو د کلک مقاومت سره مخ سوې چي په نتیجه کي د دښمن ۷ تنه مړه او ۹ تنه ټپیان همدارنګه زموږ د سرحدي ځواکونو ۲ تنه شهیدان او ۵ تنه ټپیان ښوی دي. “
خبرپاڼه زیاتوي ”د یادوني وړ ده چي د سروڅاګانو سېمي پوسته د ډیورنډ کرښي په سر پرته ده ، دا چي د دښمن مرکزونه د ډیورنډ کرښي ها خواته دي چي د ډیورنډ دې خواته یې د تګ راتګ لاري لنډي دي ځکه نو دوی وخت ناوخت زموږ د پوله ساتو ځواکونو پر پوستو حملې کوي او تر حملو وروسته د دښمن د روغو وسله والو اوښتل او ورسره یې د زخمیانو اومړو اړول او انتقالول ورته ډیر اسان کار دی. “
د مطلب کود: 167438