دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۲
د مطلب کود : 167464
د کابل برشنا پرچوی اندازه و ۲۵ سلنې ته ورسید
د ګرمی په فصل کې د کابل برشنا پرچوی ډیریدو له امله، د برشنا شرکت ویلی دی چی د ګرمی ډیریدنه او نورو پنځو ولایتونو وصلیدونه د برشنا سره د وارداتی برشنا ډیریدو نه بغیر، د پرچوی لامل دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، امان الله غالب، د برشنا شرکت مشر تیره ورځ سرطان ۲۸ نیټه وویل چی د ګرمی ډیریدنه د وارداتی برشنا د ضایعاتو لامل شوي او پنځه نور ولایتونه هم سږ کال د برشنا شبکی سره وصل شوي دی، په داسی حال کې چی برشنا واردات نه دی ډیر شوي.
ښاغلی غالب وویل چی د کابل برشنا پرچوی میزان ۲۵ سلنی ته رسیدلي چی دا اندازه تیر کال په پرتله، ۱۵ سلنه ډیروالی ښیی.
هغه وویل چی حرارتی برشنا څخه ددی لپاره ګټه نه اخیستل کیږی چی ملی تدارکاتو اداره، د تیلو پیسی یی تراوسه نه دی تایید کړي.
د برشنا ضایعاتو اندازه د حرارت درجه لوړیدو سره ۳۳ سلنه ډیر شوی او له بل لوری د کابل برشنا غزنی، لوګر، پکتیا، وردک او کاپیسا ولایتونو ته هم لیږدول کیږی.
هرات ولایت کې هم ۸۰ یا ۹۰ سلنه برشنا د ایران څخه لږوالی موندلی دی او ددی ولایت اوسیدونکې د برشنا دوامدار پرچوی تر ۶۰ سلنې پوری تجربه کوی.
افغانستان په حاضر حال کې ۳۰۰ میګاوات برشنا د ترکمنستان او تاجیکستان څخه واردوی او سل میګاوات برشنا د داخلی سرچینو څخه لاسته راوړی؛ په داسی حال کې چی ویل ککیږی د برشنا تقاضا اندازه په کابل کې ۶۰۰ میګاوات دی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcd950foyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته