دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۵
د مطلب کود : 167465
د لاریون په ۱۹ ورځ، د جنرال پلویان د شیرخان بندر وتړله
د جنبش ګوند پلویان د نظام الدین قیصاری نیول کیدو او جنرال دوستم تبعید په وړاندی په ۱۹ ورځی لاریون کې، قندوز ولایت سرکونو ته وتلي او شیرخان بندر تړلي دی.
 
د شیرخان مرزی بندر، د قندوز ولایت یو اقتصادی شریانونو څخه په حساب راځی. تجاری اجناس ددی بندر له لوری منځنۍ آسیا هیوادونوته او برعکس لیږدول کیږی.
د جنبش پلویان د پنجشنبه په ورځ هم د حیرتان بندر د بلخ په ولایت کې وتړل.
د بلخ ولایت تجارت اطاق مسؤولین وایی چی د حیرتان بندر لاری تړل کیدو سره، د خوراکی، نفتی او نورو تجاری کالاوو څخه ډک باربری موټرونه د حیرتان په دوه لاري کې بند پاته دی.
نظام الدین قیصاری د سرطان په ۱۹ نیټه ماښام د یو امنیتی ناستې په جریان کې د میمنه په ښار کې د خاصو ځواکونو له لوری نیول شوي او کابل ته لیږدول شوی دی. هغه په فاریاب کې د طالبانو په وړاندی د سیمه ایز ځواکونو قومانده دنده په غاړه درلود.
 
 
https://avapress.com/vdcepf8znjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته