دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۷
د مطلب کود : 167470
امریکا پر شمالی کوریا باندی بندیزونو دوام غوښتونکې دی
د امريکا متحدو ايالتونو له ټولو هېوادونو غوښتنه وکړه چې پر شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د بنديزونو دوام ته ژمن پاتې شي، تر هغو چې له اټمي وسلو د دغه هېواد د تصفيه کېدو بشپړېدل تاييد شوي نه وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو چې پرون يې په ملګرو ملتونو کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل چې په سينګاپور کې له سرمشريزې وروسته د امريکا اداره لا هم د غير اټمي کېدو ليدلوريو ته خوشبينه ده.
هغه سرمشريزه تېره مياشت د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرامپ او د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ شوې وه.
ښاغلي پمپيو وويل:
"که بنديزونه نافذ نه وي، د شمالي کوريا د کاميابه غير اټمي کېدلو ليدلوري به کمزوري شي."
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي پر روسيې او چين انتقاد وکړ.
https://avapress.com/vdca00n6w49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته