دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 167503
شمالی ولایتونو کې لاریونونه سوداګرو ته په لکونه ډالره زیان رسولي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه، سوداګر او پانګوال وايي، له کومې ورځې راهیسې چې په ځینو شمالي ولایتونو کې مظاهرې او اعتراضونه پیل شوي، سوداګرو ته یې د لکونو ډالرو زیان رسولی دی.


له شااوخوا شلو ورځو راهیسې په یوشمېر شمالي ولایتونو کې د اعتراضونو او مظاهرو له امله، د هېواد یو ستر سوداګریز بندر تړلی چې افغان سوداګرو ته یې تراوسه د لکونو ډالرو زیان رسولی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي په دی اړه وایی چی همدا اوس د افغانستان او شمالي ګاونډي هېواد ترکمنستان ترمنځ په اقینه بندر کې په مالونو بار په سلګونو نقلیه وسایط ولاړ دي چې د ودرېدو له امله یې هره ورځ افغان سوداګرو ته له ۲ لکو نه تر ۳ لکو ډالرو پورې زیان رسېږي.

دی وایي:
"دا مالونه چې هلته ودرېږي، وخت پرې اوړي او توقف هم ترې اخیستل کېږي، له هغو هېوادونو سره چې تړونونه ورسره لرو، عادي تجارت له خطر سره مخ کېږي، هغه خلک موږ ته وايي چې خپل بارونه بارکړئ، موږ یې د خطر له امله نه شو بارولای، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، دغه بندر به سقوط شي."
ښاغلي الکوزي دا هم وویل چې د اقینې بندر دواړو لورو ته پر موادو بار داسې نقلیه وسایط هم ایسار دي چې مواد یې د ګرمۍ له امله په لږ وخت کې کیفیت له لاسه ورکوي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینې بندر په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د حکومت له خوا د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د سرپرست نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته، مظاهره کوونکو تړلی دی.
د راپورونو له مخې، مظاهره کوونکو نه یوازې دا چې دغه ستر سوداګریز بندر تړلی، بلکې د دولت د نورو سیمه ییزو خدماتي او پراختیايي پروژو فترونه یې هم تړلي دي چې د شمالي ولایتونو د بېوزولو اوسېدونکو په ژوند یې ناوړه اثر کړی دی.

سربېره پر دې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایی، مظاهره کوونکو په تازه شپو ورځو کې د دغه ولایت عدلي او قضايي، د کرنې او مالدارۍ او د کلیو د پراختیا دولتي ادارې هم تړلې دي.
د ده په خبره، که دغه ادارې نورې هم تړلي پاتې شي، خلک به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
مخکې تر دې په یادو ولایتونو کې د انتخاباتي دفترونو د تړل کېدلو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.
په شمال کې مظاهره کوونکي غواړي چې نظام الدین قیصاري ژر خوشې او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته دې هېواد ته د ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي.
https://avapress.com/vdchvqnzx23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته