دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 167508
افانستان ته د دوستم راستنیدو په اړه ارګ ماڼۍ چارواکو څرګندونې
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي جنرال عبدالرشید دوستم به کابل ته له رسیدو وروسته د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري نن خبریالانو ته وویل، چې جنرال عبدالرشید دوستم به د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته ورکوي.
ټاکل شوې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سبا یکشنبه له ترکیې څخه کابل ته ستون شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند پرون وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د ارګ ستازو ترمنځ خبرې اترې پای ته رسېدلي او کابل ته د لسمشر لومړی مرستیال د بیرته را ګرځېدو په اړه هم موافقه شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د ولسمشر لومړی مرستیال به د یکشنبې په ورځ کابل ته راستون شي.
تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې هېواد د جنرال دوستم د بېرته راګرځېدو احتمال زیات شوی دی.
ولسمشر غني تېره اوونی له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې  د عبدالرشید دوستم موضوع حقوقي اړخ لري او هیله څرګنده کړه چې عدلي او قضايي ارګانونه په دې اړه معقوله پریکړه وکړي.
جنرال دوستم له شاوخوا یو کال راهیسې په ترکیه کې دی او په پام کې وه چې نوموړی څو میاشتې مخکې بېرته کابل ته ستون شي تر څو د نوې جوړه شوې ائتلاف د رسمي اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.
 
https://avapress.com/vdccxmqs42bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته