دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 167537
په دایکندی کې د ۱۷ تنو امنیتی سرتیرو ژوبل کیدنه
په دایکندی کې امنیتی چارواکې وایی چی د دایکندی ولایت کجران ولسوالی کې د طالبانو تهاجمی برید په ترڅ کې ۸ تنه امنیتی سرتیری شهید او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی.

غلام سخی غفوری؛ د دایکندی ولایت پولیسو قوماندان د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل چی طالبان تیره شپه ناوقته کجران ولسوالی څو امنیتی پوستو باندی برید کړي چی په ترڅ کې یی ۸ تنه امنیتی سرتیری شهید او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
ددی ولایت پولیسو قوماندان په وینا دا نښته ۵ ساعته دوام درلود او اوس د ولسوالی وضعیت و عادی حالت ته راغلی دی.
هغه زیاته کړه چی په دی نښته کې د ۳۰ څخه دیر طالبانو غړۍ هم وژل شوی دی.
په یو بل خبر کې راغلی دی چی د پاتو تازه تاسیس ولسوالی د امنیتی ځواکونو او طالبانو مسلح ځواکونو ترمنځ نښتې په ترڅ کې یو تن امنیتی سرتیری شهید او یو تن بل ټپی شوی دی.
دایکندی د هیواد امن ولایتونو څخه دی خو د ارزګان او هلمند ولایتونو سره مرز درلودلو سره ځینی وختونه طالبانو تر برید لاندی راځی.
 
https://avapress.com/vdcexf8zfjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته