دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 167539
مولوی انصاری، خپل جهاد فتوا د خبرنګانو په وړاندی بیرته واخیسته
فضل الرحمن انصاری؛ هرات نفوذ لرونکې روحانی او ګازرګاه جامع مسجد خطیب ددی اونۍ د جمعه ورځی په خطبه کې وویل چی خبری یی د خبرنګانو په وړاندی د ځینو فتنه منځته اچوونکو له لوری تحریف شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی انصاری تیره اونۍ د خبرنګارانو او رسنیو په وړاندی د جهاد فتوا اعلان کړ او وویل چی هغه څوک چی دا کسان په قتل ورسوی غازی دی.
هغه همدارنګه وویل چی ولسمشر غنی پر رسنیو باندی کنترول نه لری او ددی وضعیت عامل دی.
دا موضع ګیری د رسنیو او خبرنګانو سخت او منفی غبرګون سره مخ شوی دی.
مولوی انصاری د سرطان په ۲۹ جمعه خطبه کې خبرنګاران یو صادق او زحمت کش او مومن قشر وبلل چی باید د ځان او مال څخه یی ساتنه وشی.
هغه په دی خطبه کې بخښنه ونه غوښته؛ خو خبرنګانو تعریف او ستاینه یی وکړه.
د هرات ګازرګاه جامع مسجد خطیب وویل: د زحمت کشه خبرنګارانو او رقاصه وو ترمنځ توپیر ډیر دی. زما مقصد خبرنګاران نه وو. خبرنګاران په دیرو برخو کې منفور او فساد پیښه څیری رسنیزه کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcgwu9qyak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته