د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، وحید الله کلیمزی؛ د غزنی والی د رسنیو سره په خبرو کې وویل: د کارکوونکو او صحی مراکزو شمیر په غزنی کې ناچیزه دی او دا په داسی حال کې دی د څو نورو ولایتونو څخه هم مریضان دی صحی مراکزو ته لیږدول کیږی.
د هغه په وینا، باید عامه روغتیا وزارت په دی ولایت کې د صحی مراکزو او مراکزو کارکوونکو شمیر ډیره کړی.
د غزنی والی همدارنګه د غزنی ولایتی روغتون ساختمان کار فوری اکمال غوښتونکې شو.
کلیمزی وویل چی مخکې د عامه روغتیا وزیر سره د غزنی صحی مشکلاتو په اړه غږیدلي او هغه د مشکلاتو حل وعده ورکړی ده.
د غزنی والی په داسی حال کې دا څرګندونې کوی چی مخکې له دی ډیر ځلي د غزنی اوسیدونکې هم د صحی امکاناتو کمبودی څخه شکایت کړی دی.