دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 167543
جوزجان کې ۱۱ تنه داعشیان و افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
په شمال جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو ۱۱ غړي افغان پوځ ته تسلیم شوي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالی په جرقدوق کلي کې ۱۱ داعش وسله وال افغان پوځ ته تسلیم شوي.
سرچینه زیاتوي، چې یادو وسله والو ۵ وسلې او موټرسایکلونه هم افغان پوځ ته سپارلي دي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو اوونیو راهیسې د جوزجان ولایت په ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې هم روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcbazb8frhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته