دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 167544
ننګرهار کې داعش وسله والو ته مرګژوبله
په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وایي د اچین او نازیانو په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي.

د دننګرهار امنیه قوماندانی پرون په یوه بیان کې وویل، چې په اچین او نازیانو ولسوالیو په مربوطاتو کط د هوایي بریدونو پر مهال څلور داعش وسله وال ووژل شول او د هغوي یو میل دهشکه تخریب او له منځه یوړل شوه .
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره ورځ د اچین ولسوالی باغ درې په ساحه کی د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکو د داعشیانو په پټنځای هوایي برید ترسره کړ چې په ترڅ کې درې داعش وسله وال ووژل شول او یو میل دهشکه یې تخریب او له منځه تللې.
د ننګرهار امنیې قوماندانی په وینا، همداراز د نازیانو ولسوالی سپینه ژی په سیمه کې هم تېره ورځ هوایي برید ترسره شوی چې پکې یو داعش وسله وال وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په ترسره شوي هوایي بریدونو کې ملکي وګړو او د امنیتي ځواکونو منسوبینو ته زیان نه دې اوښتې .
 
https://avapress.com/vdcc0mqs02bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته