دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۰:۳۰
د مطلب کود : 167583
جاپان کې سختې ګرمۍ۳۰ کسان وژلي، ۱۲ زره تنه يې روغتونونو ته لېږلي
جاپان کې شدیدې ګرمۍ لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي او ۱۲ زره تنه یې له امله روغتونونو ته لېږدول شوي دي.



د يکشبنې په ورځ د جاپان په ګڼو ښارونو کې د تودوخې درجه ۴۰ ته رسېدله.

له دوو اونیو راهیسې جاپان کې تونده ګرمي پر خپل حال پاته ده.

له اورونو او ناورينونو سره د مبارزې ادارې ویلي، د جولای تر نیمايي پورې ۹۹۰۰ تنه د ګرمۍ وهلو له امله روغتونونو ته انتقال شوي او ۲۷۰۰ تنه نور تېره اونۍ روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

جاپاني چارواکو له خلکو غوښتي چې په زیاته اندازه اوبه وڅښي او د هوا يخونې له سيسټمونو څخه په استفادې د ګرمۍ له اغېزو ځانونه وساتي.

جاپان کې د ګرمۍ تر څپې وړاندې موسمي اورښتونو او سېلابونو لسګونه تنه ووژل او نژدې دوه ميلیونه کسان يې له خپلو کورونو بې ځایه کړل.
https://avapress.com/vdcfcedymw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته