دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۰:۳۴
د مطلب کود : 167585
سلګونه افراطي یهودیان مسجد اقصی ته ننوتي
نن مسجد اقصی له سختو شېبو سره مخ وو، ۱۳۳۶ تنه افراطي یهودیان له ماسپښين مخکې او وروسته په ډله ييزو ډولونو مسجد اقصی ته ننوتل چې په دې سره پکې د تاوتريخوالې فضا خپره شوه.


له تیرو څو میاشتو راهیسې په لومړي ځل په دومره ستره کچه یهودان د مسجد اقصی ساحې ته ننوتل.

افراطي یهودیانو د مسجد اقصی په منځ کې خپل مذهبي مراسم ادا کړل او په دننه او دروازو کې يې پارونکې کړنې ترسره کړې.

د اسلامي اوقافو ادارې ویلي، افراطي يهودیان د اشغالګرو پولیسو تر کلک امنیتي څار لاندې راغلي وو او د مسجد اقصی په منځ، دروازو او شاوخوا ساحه کې يې پر فلسطینیانو حملې وکړې.

اسرائیلي اشغالګرو پولیسو په همدې مهال ګڼ فلسطينیان د مسجد اقصی په دننه او شاوخوا ساحو کې نيولي دي.

د الجزیرې له راپور سره سم، افراطي یهودیانو د بیت المقدس په زاړه ښار کې پر فلسطیني دوکاندارانو هم بریدونه کړي دي.

د یهودیانو له لورې فلسطينیان مسجد اقصی له ورتګ څخه هم منعه شوي دي.

پر همدې مهال فلسطیني فعالانو او اسلامي او ملي حرکتونو د بیت المقدس پر وګړو غږ کړی چې ځانونه مسجد اقصی ته ورسوي او د افراطي یهودیانو د ورتګ مخه ونیسي.

د اسلامي اوقافو وزارت هم مسجد اقصی ته د یهودیانو ننوتل غندلي او د مسجد اقصی د ساتنې غوښتنه يې کړې ده.

د اوقافو او اسلامي چارو وزير شیخ یوسف ادعیس پر ټولو مسلمانانو غږ کړی چې مسجد اقصی ته د افراطي یهودیانو د ننوتلو پر وړاندې ودريږي او د مسلمانانو د دیني، تاریخي او سیاسي حقونو ساتنه وکړي.

نوموړي پر مسجد اقصی د یهودیانو تېری ډېر خطرناک بللی دی.

د حماس جهادي تنظیم پر ټولو فلسطینیانو غږ کړی چې د مسجد اقصی ملاتړ ته ور پورته شي او په سترو قربانیو سره د یهودیانو له تیري څخه مسجد اقصی وژغوري.

اسلامي جهاد هم مسجد اقصی ته د افراطي یهودیانو ننوتل او هلته د غیرقانوني کړنو ترسره کول خطرناک تېری بللی  او تاکيد يې کړی چې د بیت المقدس او مسجد اقصی په حق کې د اسرائیلي رژيم د جرمونو په اړه چوپ نه شي پاته کېدلی.
https://avapress.com/vdch6qnzm23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته