کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اقینې، حیراتان او شیرخان بندرونه به نن د سوداګریزو مالونو پر مخ خلاص شی

1 اسد 1397 ساعت 12:34

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې ټاکل شوې چې نن د اقینې، حیراتان او شېرخان بندرونه د سوداګریزو مالونو پرمخ خلاص شي.



د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي په دی اړه وایی چې دغه درې سوداګریز بندرونه له تېرو شلو ورځو راهیسې د مظاهره کوونکو له لوري تړل شوي وو چې دواړو خواوو ته يې د افغان سوداګرو په سوداګریزو مالونو بار زرګونه لارۍ ولاړې پاتې وې.
نوموړی وايي چې په دې موده کې په افغانستان کې نه یوازې د د نفتي موادو په بیو کې په بې ساري ډول زیاتوالی راغی، بلکې د دغو بندرونو د تړلو له امله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان هم واوښت.
ښاغلي پسرلي وویل چې که نن دغه لارې د سوداګریزو مالونو پرمخ خلاصې شي، نو په دې هېواد کې به د تېلو او ګازو په بیو کې ټیټوالی رامنځته شي، ځکه په وینا يې چې تېل او ګاز له همدې لارو افغانستان ته را واردېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین له ټولو افغانانو غواړي چې سیاسي مسایل باید د دې لامل نه شي چې زیان سوداګرو او ولسي خلکو ته ورسېږي.


د مطلب کود: 167606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167606/اقینې-حیراتان-او-شیرخان-بندرونه-نن-د-سوداګریزو-مالونو-پر-مخ-خلاص-شی

آوا
  https://www.avapress.com