دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 167607
جلال آباد ښار کې دوه پرله پسې چاودنې
د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې بهسودو پُل ته څېرمه دوه پرله‌پسې چاودنې شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي په دی اړه وایی چې دغه چاودنې د بهسودو پُل امنیتي پوستو ته څېرمه شوي چې هېڅ ډول تلفات نه‌لري.
د ننګرهار د عامې روغتیا مسؤلین هم په دغه پېښه کې د تلفاتو اوښتل نه‌تأیيدوي.
د یو بل خبر له مخې د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په شمشه‌پور سیمه کې تېره شپه ناوخته د نامعلومه وسله‌والو په برید کې څلور تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
له ننګرهاره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېر ماخوستن د شمشه‌پور په ادم‌خېلو سیمه کې وشوه چې له امله‌يې څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او د مسجد د ملا امام په ګډون درې تنه نور په‌کې ټپيان شوي دي.
تر دې دمه معلومه نه‌ده چې پېښه د چا له لوري رامنځته شوې ده.
https://avapress.com/vdccxmqsm2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته