دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 167620
په کاپیسا کې طالبانو نومول شوي والي هوایی برید په ترڅ کې وژب شوي
د کاپیسا ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي او یو بل جګپوړي ډلمشر د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

د کاپیسا د امنیې قومانداني د امنیت امر محمد حکیم عظیمي تائید کړې چې د طالبانو نومل شوی والي نسیم مشفق او د تګاب ولسوالی لپاره د طالبانو نومل شوی ولسوال احسان الله نن سهار د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.
نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو نومول شوی والي او ولسوال په تګاب ولسوالی کې په یوه غونډه کې ګډون کړی و چې د کشفي راپورونو په اساس د امنیتي ځواکونو تر هوایي برید لاندې راغلل.
د ښاغلي عظیمي په وینا، په دغه عملیات کې بهرنیو ځواکونو هم برخه اخېستې وه او د هوایي برید په ترڅ کې د طالبانو نومول شوی والي او ولسوال په ګډون یو شمېر وسله وال هم وژل شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کاپیسا د افغانستان په شمال ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کاپیسا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdchiqnzv23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته