کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی تدارکاتو کمیسیون د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژی قراردادونه منظور کړي

1 اسد 1397 ساعت 16:55

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون وروستي غونډې په ترڅ کې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو قراردادونه منظور شول.



ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني  په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې د ۱،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ تدارکاتي مورده وارزول چې په پایله کې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې منظور شوې.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په منظور شویو پروژو کې د ۳۴ کیلومتر په واټن د کابل-غزني لویې لارې د اساسي ترمیم د قرارداد ورکړه او د لوړو زده کړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو د درملو تهیه او تدارک قراردادونه شامل دي.
د ارګ ماڼی په وینا، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه البسې تدارک او د خوست ولایت په مرکز کې د نمونه‎یي کمپلکس ودانۍ قراردادونه هم منظور کړي دي.
ارګ ماڼی وایي،  په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
 


د مطلب کود: 167621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167621/ملی-تدارکاتو-کمیسیون-د-۶۲۸-۶-میلیون-افغانیو-په-ارزښت-څلور-پروژی-قراردادونه-منظور-کړي

آوا
  https://www.avapress.com